ZIRF- کونسلنګ

د ZIRF کونسلنګ پروژه تاسو ته معلومات وړاندې کوي چې په باخبره پريکړه کولو کې ستاسو مرسته وکړي يا د خپلې خوښې احتمالي ستنېدل چمتو کړي۔

د ZIRF کونسلنګ پروژه تاسو ته معلومات وړاندې کوي چې په باخبره پريکړه کولو کې ستاسو مرسته وکړي يا د خپلې خوښې احتمالي ستنېدل چمتو کړي۔ د واکمن سلا مرکزونو له لارې تاسو د طبي پاملرنې، د کارګرو بازار، د استوګنځی موقعيت، ښوونې او روزنې يا ټولنيزې هوساينې په هکله تازه معلومات ترلاسه کولای شئ چې د IOM آن سايټ لخوا څېړل شوي وي۔ د IOM پروژه د مهاجرت او مهاجرينو د فدرالي دفتر (BAMF) د خپلې خوښې د ستنېدو (ZIRF) د معلوماتو د مرکز برخه ده او د آلمان د فدرالي دولت او فدرالي ايالاتو له خوا تمويليږي۔

د ZIRF کونسلنګ د معلوماتو له دوه خدمتونو عبارت دی:

شخصي پوښتنې:
که تاسو د خپلې خوښې ستنېدو په ترڅ کې د خپل کورني هيواد په هکله ځانګړي، د کيس سره مربوط پوښتنې لرئ، د سلا يو واکمن مرکز بايد يوه ZIRF- پوښتنه داخل کړي (د برېښناليک له لارې په: zirfcounselling@iom.int)۔ دغه بايد بيا په کورني اړوند هيواد کې د IOM هغه ماموريت ته واستول شي کوم چې د معلوماتو څېړنه کوي۔ تاسو بايد د خپل سلا د مرکز له لارې ځواب ترلاسه کړئ۔

بشپړ شوې پوښتنې بيا بې نومه کيږې او ساتن ځای ته ليږل کيږي۔ تاسو په پلټن پټه کې د کليدي الفاظو داخلولو سره د مخصوص هيوادونو، ښارونو، او موضوعاتو لټون کولای شئ۔ په متبادل ډول، تاسو اړوند هيواد د معلوماتو په پاڼو له مخې ځواب شوې پوښتنې موندای شئ۔

د هيواد حقيقت پاڼې:
د ستنېدو لاندېنو هيوادونو په هکله عملي معلومات وکاروئ کوم چې د کار په ځای د IOM ماموريتونو له خوا برابر کړی شوي دي چې د طبي پاملرنې، استخدام، استوګنځی، ټولنيزې هوساينې، تعليم او د ملاتړ د ځانګړي امکاناتو احاطه کوي۔ د هيواد حقيقت پاڼي په تکرار سره تازه کيږې او په يو شمېر ژبو کې شتون لري۔

افغانستان، ارمينيا، آزربايجان، بوسنيا ، هرزګوينيا، چين، جارجيا، هند، عراق، ايران، کوسوو، لبنان، مراکو، مونټينګرو، پاکستان، روسي اتحادیه، سربيا، ترکي، ويتنام, نايجيريا, سينيګال, شمالي مقدونیه، جمهوریت, مصر, تونيسيا, ايتهوپيا, ويتنام, يوکراين, الجيريا, البانيا, بنګله ديش, کانګو، جمهوري رياست د, آيوري کوسټ, ګانا, مالډووا

د کورنۍ ارزونه (Family Assessment):
د ملتیا نلرونکي کم عمر مهاجرینو په خپله خوښه او داوطلب بیرته ستنیدو په صورت کې، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د کورنۍ ارزونه کوي. د دې موخې لپاره IOM د مقصد هیواد کې د خپلوانو سره اړیکه نیسي او هلته د هغوی سره کتنه کوي. دا کار د دې ډاډ لپاره کیږي چې د ماشوم ښیګڼه په پام کې ونیول شي او د هغه یا هغې غوره ګټې تشخیص شي، او همدارنګه د ماشوم په خپله خوښه او داوطلب بیرته ستنیدو په تړاو پریکړه کولو کې د سرپرست د ملاتړ موخه هم لري. د کورنۍ ارزونې لپاره د OAM له لارې غوښتنه کیدی شي.