1. آیا تاسې خپل اصلي هیواد ته د بیرته ستنیدو په اړه فکر کوئ؟

    ښکته کېدل
  2. د مشورې مرکز کې د ملاقات وخت اخیستل

    ښکته کېدل
  3. د بیرته ستنیدو یوه مشاور سره ستاسې د انتخابونو په اړه غږیدل

    ښکته کېدل
  4. د مرسته شوي بیرته ستنیدو لپاره غوښتنه

    ښکته کېدل
  5. ستاسې د سفر پلان کول

    ښکته کېدل
  6. د ملاتړ (جوړښتي، مالي، او طبي) ترلاسه کول

    ښکته کېدل
  7. تګ

    ښکته کېدل
  8. د رسیدو نه وروسته: ستاسې بیرته ادغام

    ښکته کېدل

په مرسته شوي خپله خوښه بیرته ستنیدو او بیرته ادغام کې شامل دي:

  • غیر پابند او انفرادي مشوره چې وړیا ده
  • د معلوماتو له مخې پریکړه کول
  • د بیرته ستنیدونکو محافظت
  • جوړښتي او مالي ملاتړ
  • د بیرته ادغام پایښت لرونکی ملاتړ

1آیا تاسې خپل اصلي هیواد ته د بیرته ستنیدو په اړه فکر کوئ؟

که تاسې نور نشئ کولی یا نه غواړئ چې آلمان کې پاتې شئ او تاسې نشئ کولی چې خپل اصلي هیواد ته خپل د بیرته ستنیدو لګښت پرې کړئ یا تمویل یې کړئ، نو تاسې د جوړښتي او مالي ملاتړ ترلاسه کولو فرصت لرئ.

مخکې لدې چې تاسې پریکړه وکړئ، مهمه ده چې پوهه شئ ستاسې انتخابونه کوم دي نو پدې توګه به تاسې د پوهې سره سم پریکړه وکولی شئ.

به طرف بالا
0A21C4B3-433D-4555-B7B6-82A1E1E8CA1D

2د مشورې مرکز کې د ملاقات وخت اخیستل

په آلمان کې د بیرته ستنیدو د 900 نه ډیر مشورتي مرکزونه دي چې تاسې سره ستاسې په خپله خوښه بیرته ستنیدو کې مرسته کولی شي.

د بیرته ستنیدو مشورې مرکزونه یا خپلواک دي یا هم دولتي. خپلواک یا غیردولتي مشورې مرکزونو کې د ښیګڼې سازمانونه، غیردولتي سازمانونه یا نور سازمانونه شامل دي. دولتي مشورې مرکزونه د ټولنیزې ښیګڼې دفترونو یا د مهاجرت ادارو کې موندلی شئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د مشورې ناسته په دواړه خپلواک او دولتي مشورې مرکزونو کې انفرادي، غیرپابند او بې پري دي. دا تاسې نه مکلف کوي چې آلمان پریږدئ او ستاسې د پناه پروسه باندې اغیزه نه کوي.

د بیرته ستنیدو مشورې نږدې مرکز موندلو لپاره او په خپله خوښه د بیرته ستنیدو په اړه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په ویب پاڼه کې لټونګر وکاروئ.

تاسې همدارنګه آنلاین د بیرته ستنیدو مشاور سره کتلی شئ.

د IOM آنلاین بیرته ستنیدو مشاورین د 19 نه ډیرو هیوادونو کې میشت دي. هغوی تاسې ته ستاسې خپله ژبه کې لومړنۍ لارښوونې درکولی شي. وګورئ چې آیا ستاسې اصلي هیواد لپاره آنلاین مشوره شتون لري. دلته کلیک وکړئ.

به طرف بالا
0A21C4B3-433D-4555-B7B6-82A1E1E8CA1D

3د بیرته ستنیدو یوه مشاور سره ستاسې د انتخابونو په اړه غږیدل

د بیرته ستنیدو انفرادي ناستو کې، تاسې کولی شئ په خپله خوښه بیرته ستنیدو پروسې په اړه او د ملاتړ امکاناتو په اړه ژورې خبرې وکړئ کوم چې ستاسې د اوسیدو دریځ او ملیت پربنسټ ستاسې لپاره موجود دي. دې سره به تاسې د پوهې له مخې پریکړه وکړی شئ.

کله چې تاسې ټول اړین معلومات ولرئ، نو تاسې د خپل بل ګام په اړه فکر کولو لپاره یوڅه وخت اخیستلی شئ. تاسې کولی شئ د پروسې په جریان کې خپل ذهن بدل کړئ. موږ د نورو سره ستاسې معلومات نه شریکوو.

د ستاسې په خپله خوښه بیرته ستنیدو او ستاسې د مقصد هیواد کې د نوي پیل اړوند معلوماتو لپاره دلته لټون وکړئ.

به طرف بالا
0A21C4B3-433D-4555-B7B6-82A1E1E8CA1D

4د مرسته شوي بیرته ستنیدو لپاره غوښتنه

که تاسې پریکړه وکړئ چې مرسته شوي بیرته ستنیدل ستاسې لپاره صحیح انتخاب دی، نو د بیرته ستنیدو مشورې مرکز کې یو ټاکلی مشاور تاسې سره د غوښتنلیک فورمې بشپړولو کې مرسته کولی شي. IOM او ستاسې د بیرته ستنیدو مشاور کولی شي تاسې سره ستاسې د سفر پلان کولو او تنظیم کولو کې مرسته وکړي. ستاسې د تابعیت په پام کې نیولو سره، ممکن تاسې ته د بیرته ادغام مرسته هم وړاندې شي.

ستاسې لپاره موجود د ملاتړ امکاناتو په اړه نورو معلوماتو لپاره زموږ د پروګرامونو پاڼې ته لاړ شئ.

به طرف بالا
0A21C4B3-433D-4555-B7B6-82A1E1E8CA1D

5ستاسې د سفر پلان کول

د تګ نه مخکې، ستاسې د بیرته ستنیدو مشاور تاسې سره صحیح سفري اسنادو ترلاسه کولو کې مرسته کولی شي که تاسې یې نلرئ. د خپل مشاور سره یوځای تاسې کولی شئ پلان جوړ کړئ او پریکړه وکړئ چې کله غواړئ سفر وکړئ. ستاسې د تګ نه مخکې په اخرنۍ ناسته کې، به ستاسې مشاور تاسې ته د الوتنې تایید او ستاسې د سفر په اړه عملي معلومات وړاندې کړي.

به طرف بالا
0A21C4B3-433D-4555-B7B6-82A1E1E8CA1D

6د ملاتړ (جوړښتي، مالي، او طبي) ترلاسه کول

کله چې تاسې د خپل مشاور سره خپل پلانونه نهایی کړئ، او خپله الوتنه بک کړئ، نو تاسې به د سفر لپاره مالي مرسته ترلاسه کړئ.

که چیرې تاسې کوم طبي مشکل ولرئ، طبي ایسکورټ او پاملرنه او همدارنګه د راتګ یا رسیدو مرسته هم ترتیبیدی شي. په ځینې هیوادونو کې IOM تاسې سره مخته ستاسې نور سفر کې هم مرسته کولی شي یا لنډمهاله استوګنه درته برابرولی شي. که چیرې د ملتیا نلرونکي کوچنیانو مسله یی، نو IOM وضعیت په خورا توجه سره ارزوي او د هغوی لپاره په راتګ کې د وچتولو ترتیبات برابروي.

به طرف بالا
0A21C4B3-433D-4555-B7B6-82A1E1E8CA1D

7تګ

تګ که تاسې او ستاسې د بیرته ستنیدو سلا مشورې مرکز له IOM څخه په هوایی ډګر کې د مرستې غوښتنه کړې وي، د IOM کارکوونکی به له تاسو سره له تګ څخه دوه ساعته مخکې ستاسې د الوتنې د اسنادو کتلو ډیسک کې وګوري. له دغه ځای څخه به د IOMکارکوونکی له تاسو سره د امنیتي تلاشۍ او پاسپورټ کنټرول برخو کې د وتلو دروازې پورې ملتیا وکړي. که تمویل (لکه د پیل مرسته) ستاسو د کیس لپاره تایید شوي وي، دا مرسته به تاسو ته د IOM کارکوونکي لخوا د امنیتي تلاشۍ ساحه کې د وتلو دروازه کې له تګ څخه یو ساعت مخکې درکړل شي.

تاسو به په خپلواکه توګه په الوتکه یا بس کې سفر وکړئ. په انفرادي کیسونو کې ستاسو د رسیدو پرمهال د IOM مرستې تنظیم کول ممکن دي.

به طرف بالا
0A21C4B3-433D-4555-B7B6-82A1E1E8CA1D

8د رسیدو نه وروسته: ستاسې بیرته ادغام

ستاسې د تابعیت او اړتیاو په پام کې نیولو سره ستاسې د اوسیدو نوي هیواد کې ستاسې د پیل اسانتیا لپاره تاسې اضافي پیسې یا نوره مرسته ترلاسه کولی شئ.

په ځینې سیمو کې تاسې د بیرته ادغام مرسته هم ترلاسه کولی شئ.

ستاسې لپاره موجود د بیرته ادغام امکاناتو په اړه نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د خپل هیواد پاڼې ته ورشئ.

به طرف بالا
0A21C4B3-433D-4555-B7B6-82A1E1E8CA1D