URA په مشخص ډول د کوسوو څخه راستنېدونکو مهاجرينو لپاره د ادغام يوه پروژه ده۔
کله چې کوسوو ته ستانه شئ، نو دا پروژه به تاسو ته د بيا يوځای کېدنې مرسته وړاندې کوي چې په خپل کورني هيواد کې له ټولنې سره په دوامداره توګه یوځای کیدو کې له تاسو سره مرسته وکړي.
د مرستې کوم امکانات شتون لري؟
په کوسوو کې د سلا د يوې غونډه په ترڅ کې بايد ستاسو د ځانګړي اړتياوو څېړنه وکړل شي او بايد لانديني خدمتونه هم پکې شامل وي:
تاسو د ادغام پروژی د یوی برخی په توګه کولی شی لاندی مشورې او ګټې په ډول ډول تر لاسه کړی: • روانی پاملرنه • وړیا ټولنیزه مشوره ورکول او د کار موندلو کی مرسته • د راستنیدو مرکز ته د سفر لګښتونو تادیه کول په پریشتینا • د پل تخصیص یو ځل تادیه • د طبی لګښتونو یو ځل تادیه کول • د یو ځل شروع کولو تخصیص • میاشتنی انترنیت کرایه • د ژبی کورس فیس یو ځل تادیه کول • د ښوونځی زده کوونکی لپاره د لومړنی ښوونځی تجهیزات چمتو کول • د ماشومانو او ځوانانو لپاره د خصوصی ښوونی فیس لپاره پورونه • د ماشومانو د ساتیری کلب کی د غریټوب فیس اټکل • د ماشوم پاملرنی لپاره پیسی ورکول • د ښوونیزو لګښتونو لپاره مالی مرسته • د مطالعی دوری په بهیر کی د ژوند لګښتونو لپاره مالی مرسته • د ژمنی سوداګری نظرونو لپاره د ننوتلو فیس
په مهربانۍ سره په ياد ولرئ: د خپلې خوښې د ستنېدو مرستې کومه قانوني وړتيا نه لري۔ څوک له URA
څخه مرسته ترلاسه کولای شي؟
تاسو کولی شی یوازې د URA څخه ملاټر ترلاسه کړی که تاسو د لاندی فدرالی ایالتونو څخه بیرته راستانه شی: بادن / وورتمبرګ، برلین، برمن، نیدرزاکسن، نوردراین، وستفالن (یواځی داوطلبانه راستنیدونکی) ، زاکسن، زاکسن- آنهالت، شلزویګ -هولشتاین، تورینګن (یواځی داوطلبانه راستنیدونکی) تاسو باید د بیرته راستنیدو د مخه لژ تر لژه شپژ میاشتی په آلمان کی پاتی شوی وی.
تاسو د URA لپاره څه رنګه عريضه کولای شئ؟
تاسو د مرستې خدمتونه يوازې د پريشتينا په مرکز کې ترلاسه کولای شئ، چې په Rr. Arkitekt Karl Gega Nr. 38, 10000 Pristina (+383 45 625 886)
دوشنبه – جمعه د سهار 9:00 تر غرمه 11:30 او د غرمه 12:30 تر مازیګر 4:00 بجې.
کاری ساعاتونه دوشبنه تر جمعه ورځ ۰۹:۰۰-۱۱.۳۰ او ۱۲:۳۰ تر ۰۳:۰۰ بجه
مهرباني وکړئ دې ته توجه وکړئ چې نوم لیکنه باید د پریشتینا (Pristina) د بیرته ستنیدو مرکز ته د ستنیدو نه وروسته د اته اونیو په موده کې وشي.
تاسو کومو اسنادو ته اړتيا لرئ؟
تاسو بايد د خپلې پناه غوښتنې سره اړوند ټول اسناد له ځان څخه راوړئ، د بیلګې په توګه د پناه غوښتونکې (“BÜMA”) په توګه ستاسو رجسټريشن۔ په مهربانۍ سره د هغه ټولو ماشومانو د زېږېدو اسناد هم راوړئ کوم چې په آلمان کې زېږېدلي دي او که د تطبیق وړ وي، نو د ماشومانو لپاره د آلمان د ښوونځی د داخلې اسناد هم راوړئ.