د REAG/GARP پروګرام تاسې سره له مالي او جوړښتي پلوه خپل هیواد ته په داوطلب ډول بیرته ستنیدو یا په یوه بل هیواد کې مهاجرت ته دوام ورکولو کې مرسته او ملاتړ کوي.
د REAG/GARP پروګرام تاسې سره مرسته کوي چې خپل اصلي هیواد ته بیرته ستون شئ یا په کوم بل هیواد کې مهاجرت ته ادامه ورکړئ. دا پروګرام د سفر برابرولو برخه کې تاسې سره مرسته او ملاتړ کوي او د سفر د ټیکټ لګښتونه پرې کوي. په ټولنه کې د بیاځل ادغام لپاره د ډیری هیوادونو په تړاو ترډیره مرسته او ملاتړ د StarthilfePlus پروګرام له لارې وړاندې کیږي. دا مسله چې آیا تاسې کولی شئ StarthilfePlus ترلاسه کړئ یا نه، د خپل هیواد د پاڼې نه پدې اړه معلومات لاسته راوړئ.
یادونه: د پیل پاڼه کې په لارښود فلم کې کولی شئ ووینئ چې په خپله خوښه بیرته ستنیدل څنګه کیدی شي.
کومه مرسته او ملاتړ شتون لري؟ دا چې څومره مرسته ترلاسه کولی شئ، دا ستاسې تابعیت او نورو عواملو پورې تړاو لري. تاسې ممکن پدې توګه ملاتړ او مرسته درسره وشي: د الوتکې یا بس ټیکټ ؛ د اوسیدو ځای نه تر هوای ډګر یا د پای لیکې (بس) پورې د سفر لګښتونه؛ د سفر لپاره پیسې: 200 یورو د هر نفر لپاره* (100 یورو د 18 کلونو نه کم عمر لرونکي نفر لپاره)؛ روغتیایی ملاتړ: حداکثر 2.000 یورو د مقصد هیواد ته د رسیدو نه وروسته په اعظمي ډول د درې میاشتو لپاره؛ یوځلي مالي ملاتړ: 1.000 یورو د هر نفر لپاره (500 یورو د 18 کلونو نه کم عمر لرونکي فرد لپاره، د هرې کورنۍ لپاره حداکثر 4.000 یورو)
*له ځینو هیوادونو څخه هغه خلک چې آلمان ته له ویزې پرته ننوتلی شوی، هغوی به د سفر لپاره کمې پیسې ترلاسه کړي. هغه دا دي: د البانیا جمهوریت، بوسنیا او هرزګوینا، ګرجستان، کوسوو (د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک 1244/99)، د شمالي مقدونیې جمهوریت، مانټنیګرو، مولدوا جمهوریت، صربستان او اوکراین.
توجه: اضافي قسط که تاسې له لنډې مودې وروسته وغواړئ چې د آلمان خاورې نه ووځئ، نو 500 یورو مالي ملاتړ (د پناه غوښتنې د ځواب نه وروسته حداکثر تر 2 میاشتو پورې) ترلاسه کوئ. دا یو ثابت مبلغ دی، او په پام کې نه نیول کیږي چې تاسې یوازې د آلمان نه ووځئ که د کورنۍ سره یوځای ووځئ. دا ملاتړ د آلمان نه ستاسې د وتلو لپاره دلایلو پورې تړاو نلري.
څوک کولی شي د REAG/GARP غوښتنه وکړي؟ a) د اروپا اتحادیی پرته هیوادونو افراد: چې د پناه غوښتنې ته د رسیدنې چارې د تیرولو په حال کې دي، د هغوی د پناه غوښتنه رد شوې ده او باید چې د آلمان نه ووځي او، او هغه افراد چې د پناه مستحق دي یا د آلمان نه د لنډمهاله ایستلو ځنډ وضعیت (Duldung) لري، کولی شي REAG/GARP ترلاسه کړي. b) د اروپا اتحادیی افراد چې د انساني قاچاق یا اجباري فحشا قرباني شوي وي، کولی شي ملاتړ ترلاسه کړي.
مهرباني وکړئ توجه وکړئ: د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د آلمان نه سوریه، لیبیا یا یمن ته پدغه هیوادونو کې د ترینګلي وضعیت له امله ستنیدل یا ورتګ نه ملاتړ کوي. په داوطلبانه ډول اریتره او سومالي هیوادونو ته بیرته ستنیدل باید په موردي ډول وارزول شي. د همدې لپاره ممکن ارزونه ډیره اوږده موده وخت ونیسي. پدې اړه ډیر معلومات د خپل هیواد پاڼه کې موندلی شئ.
مخکې لدې چې په داوطلب ډول بیرته ستنیدو پریکړه وکړئ باید مشوره ترلاسه کړئ. د همدې لپاره د REAG/GARP غوښتنه یوازې د مشورې مرکز له لارې کولی شئ. د مشورې خپلواک او دولتي مرکزونه شتون لري. د مشورې خپلواک مرکزونه د مثال په توګه خیریه سازمانونه یا انجمنونه دي. د مشورې دولتي مرکزونه د ټولنیزې ښیګڼې ادارو یا د بهرنیو وګړو ادارو کې شتون لري. دلته تاسې ته څیرمه د بیرته ستنیدو لپاره د مشورې مرکزونه موندلی شئ.
Process
لازمي اسناد د دې لپاره چې وکولی شئ په داوطلب ډول د آلمان نه ووځئ، باید د سفر معتبر اسناد ولرئ، د مثال په توګه پاسپورټ، د پاسپورټ ځای ناستی سند، د اوسیدو جواز. ځینې هیوادونه خپلو اتباع ته د اروپا اتحادیی (EU Laissez-Passer) د ننوتلو مجوز سند سره هم د داخلیدو اجازه ورکوي. دا سند د بهرني اتباع ادارې نه ترلاسه کولی شئ. سفارت یا کونسلګري کولی شي د اضطراري سفر سند (Emergency Travel Certificate) یا د دې ځای ناستی معادل سند هم صادر کړي.
که د کوم افریقایی هیواد تبعه یې، ډیری وختونه د IOM لخوا ریزرف ته اړتیا لرئ. لدې وروسته بیا کولی شئ د خپل هیواد سفارت نه د سفر اسناد واخلئ.
که د خپل اصلي هیواد پرته کوم بل هیواد ته سفر کوئ، نو د سفارت یا کونسلګري لخوا صادر شوې د مهاجرت 1 کلنې معتبر ویزې ته اړتیا لرئ.
بیرته ستنیدو روغتیایی موارد حتی د ناروغۍ یا د معلولیت په صورت کې هم امکان لري. پدې مورد کې ممکن د وتلو چاره ډیره اوږده موده وخت واخلي. دا چاره ناروغۍ او د اړتیا وړ روغتیایی تصدیق پورې تړاو لري. روغتیایی موارد باید د غوښتنې په صورت کې هرومرو ثبت شي.
حمل د حمل او بلاربتوب په صورت کې پدې تړاو روغتیایی تصدیق ضروري دی چې وښیې تاسې له روغتیایی پلوه په الوتکه کې د سفر کولو وړتیا لرئ.
د پخپله تادیه کونکي مهاجرینو د بیرته ستنیدو سفري مرسته " د پخپله تادیه کونکي مهاجرینو د بیرته ستنیدو سفري مرسته" (مخکې SMAP) د هغه افرادو داوطلب بیرته ستنیدل ملاتړ کولو پروګرام دی څوک چې د REAG/GARP پروګرام له لارې نشي تمویل کیدی. د هغه افرادو لپاره چې په شرایطو برابر ندي، د غوښتنې له مخې د مهاجرت نړیوال سازمان Internationale Organisation für Migration (IOM) کولی شي د " د پخپله تادیه کونکي مهاجرینو د بیرته ستنیدو سفري مرسته" له لارې د الوتکې ګډ ټکټونه وړاندیز کړي. د ټیکټ قیمت سربیره، اداري او د پروسس فیس پورې کیږي. دا لګښتونه د REAG/GARP تمویل برخه ندي او د پروګرام له لارې نه تمویل کیږي.