په کابل کښې د ټولنیزې رواني مشورې او رواني روغتیائي مرکز

په کابل کښې د ټولنیزې رواني مشورې اوذهني روغتیائي مرکز یو نوښت دی کوم چې د آلمان د بهرنۍ چارو وزارت لخوا په مالی مرسته را مینځته شوی او د ایپسو موسسې په واسطه پلی کیږي.

نوموړی مرکز د کابل ښار په مرکز کښې موقعیت لري او په اونۍ کښې ۶ ورځې د عامه وګړو پرمخ د سهار ۸:۳۰ بجو څخه تر ماښام ۶:۰۰ بجو پورې پرانیستی وي. د یادونې وړ دی ټول هغه افغانان چې د شخصي ستونزو سره مخ وي٬ تولنیز رواني فشار لاندې وی او یا د ورځني روحي لوړو فشارونو سره لاس او ګریوان دي ایپسو یې هرکلی کوي او د خپلو پراخو او ارزښناکه رواني درملنو لاندې یې نیسي.

که چیرې تاسو د کوم بهرني هیواد ځيني راستانه شوي یئ او د خپل چم ګاونډ په بیا موندلو کښې ستونزې لرئ او یا تاسو د خپلې ټولنې او کورنۍ سره بیرته یو ځای کیدل غواړئ نو تاسو کولای شئ د دغه مرکز لخوا اړینې مرستې تر لاسه کړئ کوم چې په لاندې ډول دي:

  • انفرادي ټولنیزې مشورې
  • طبي معاینې او رواني درملنې
  • کورنیز مینځګړتوب
  • مرستندویه (حمایوی) ډلې
  • تشدیدي رواني درملنې او مشورې، همدارنګه ورځنۍ مسلکی او رسا درملنې
  • د ټولو خلکو لپاره آنلاین ټولنیزې رواني مشورې د www.ipso-ecare.com له لارې.

په کابل کښې د ټولنیزې رواني مشورې مرکز اړیکې: تلفون: ۰۷۰۰۰۷۳۶۷۶ ۰۷۸۱۱۴۹۲۶۴ ۰۷۹۹۸۱۰۶۷۵

ویب پانه: www.ipsocontext.org www.ipso-care.com نوت: د یادونې وړ ده چې نوموړې ټولې آسانتیاوې په وړیا ډول د مراجعینو لپاره ترسره کیږي

د ایپسو په اړوند: د ایپسو ټولنیز رواني بین المللی موسسه، یوه آلمانۍ بشردوستانه موسسه دی چې یوه څانګه یې په افغانستان کښې فعالیت کوي. دا یوه غیر دولتي، غیر انتفاعي او غیر سیاسي موسسه دی کوم چې د اړتیا پر مهال د ټولنیزو رواني مشورو آسانتیاوې خلکو ته برابروي. دغه آسانتیاوې د ټولو وګړو پر مخ پرته د کوم دیني، نژادي، جنسیت او سیاسي اړخ په پام کښې نیولو سره پرانیستي دي.