د مهاجرت او پراختیا مرکزونه

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا فدرالي وزارت (BMZ) په استازیتوب د نړیوالې پراختیا لپاره د آلمان اداره (GIZ) GmbH په بیلابیل هیوادونو کې د "مهاجرت او پراختیا مرکزونه" په نوم یادیدونکي مرکزونه چلوي چې له بیرته ستنیدونکو کسانو سره د هغوی د بیا ادغام پرمهال ملتیا کوي.

دغه مرکزونه مشوره او ملاتړ وړاندې کوي که تاسې د آلمان، اروپا یا نورو هیوادونو څخه لاندې لیکل شوي هیوادونو ته ستون شوي یې او په ساحه کې خپل ټولنیز او اقتصادي ادغام په لړ کې ملاتړ ته اړتیا لرئ: البانیا، مصر، ګمبیا، ګانا، عراق، کوسوو، مراکش، نایجریا، پاکستان، سینیګال، صربستان او تونس.

مشوره وړیا، محرم او غیر الزامي ده. د مثال په توګه دغه مرکزونه خپل هیواد ته بیرته ستنیدو وروسته د دندې موندلو یا د خپلې سوداګرۍ پیل کولو څرنګوالي په اړه مشوره ورکوي. د عمومي مشورې سربیره، دا مرکزونه همدارنګه بیرته ستنیدونکو ته لا ډېر ښوونیز، روزنه یا رواني ټولنیز ملاتړ وړاندې کوي.

د Startfinder معلوماتي پورټل

د ټولو اختیارونو او خدماتو په اړه معلومات په Webseite کې موندل کیدی شي. Startfinder په همکار هیوادونو کې د کار، روزنې او ژوند په اړه معلومات ورکوي، ځایی مشورتي مرکزونو سره اړیکه او نور موارد وړاندې کوي.

Startfinder د نړیوالې پراختیا لپاره د آلمان ادارې (GIZ) GmbH لخوا د اقتصادي همکارۍ او پراختیا فدرالي وزارت (BMZ) په استازیتوب وړاندیز دی.

په Startfinderکې د هیواد پاڼو ته مستقیم لینکونه:

البانیا: د مهاجرت، روزنې او مسلک لپاره د آلمان د معلوماتو مرکز (DIMAK)

مصر: د دندو، مهاجرت او بیا ادغام لپاره د مصر – آلمان مرکز (EGC)

ګمبیا: د دندو، روزنې او بیا ادغام لپاره د آلمان – ګمبیا مشورتي مرکز (GGAC)

ګانا: د دندو، مهاجرت او پراختیا لپاره د ګانا – اروپا مرکز (GEC)

عراق: په عراق کې د دندو، مهاجرت او بیا ادغام لپاره د آلمان مرکز (GMAC)

اردن: د کارګرۍ د خوځښت لپاره د جرمني او اردن مرکز (GJC)

کوسوو: د مهاجرت، روزنې او مسلک لپاره د آلمان د معلوماتو مرکز (DIMAK)

مراکش: کاري خوځښت او حرفوي ادغام ته د ودې ورکولو لپاره مراکشي – اروپايي د معلوماتو مرکز (EIMEA)

نایجیریا: د مهاجرت او پراختیا لپاره د نایجیریا – آلمان مرکز (NGC)

پاکستان: د دندو او بیا ادغام لپاره د پاکستان – آلمان مشورتي مرکز (PGFRC)

سینیګال: د دندو، مهاجرت او بیا ادغام لپاره د آلمان – سینیګال مرکز (CSAEM)

صربستان: د مهاجرت، روزنې او مسلک لپاره د آلمان د معلوماتو مرکز (DIMAK)

تونس: د مهاجرت او پراختیا لپاره د تونس – آلمان مرکز (CMD)