AWO Kosovo

AWO نورنبرگ په کوزوو – د بیرته ستنیدونکو کسانو او د هغو کورنیو لپاره مرسته

د بیرته ستنیدنې پروژه باید د هغو کسانو چې پخپله خوښه له آلمان څخه کوزوو ته بیرته ستنیږي د امکان وړ وګرځوي.

د AWO مشورې په مرکز کې کولای شئ په ګډه په کوزوو کې د یوه نوي پیل لپاره لرلیدونو او فرصتونو ته وده ورکړئ. په مشوره کې، له کډوالو سره په عزت او درناوې چلند کیږي، د مشورې پایلې پرانیستې او پر منابعو راګرځي.

دفتر له هغو کسانو سره چې له آلمان څخه پخپله خوښه کوزوو تر بیرته ستنیږي، د بیرته ستنیدنې مسایلو او ستونزو اړوند ورسره ملاتړ کوي. پردې برسیره، د ګرځنده مشورې له لارې هم د هغو کسانو لپاره پاملرنه برابریدلای شي چې د مشورې پایګاه ته مراجعه نشې کولای. د هغو کسانو چې د مشورې په لټه کې دي د هغوی د وضعیت د ښې ارزونې لپاره د مرسته وړاندې کولو په موخه د هغوی له کورونو هم لیدنه کیږي.

کورنۍ او میرمنې او یووزاې نارینه چې په سختو ټولنیزو شرایطو کې وي، هغو ته هم ملاتړ وړاندي کیږي. د بیلګې په توګه، د نورنبرګ AWO له لارې هغو کسانو ته چې مزمنې ناروغۍ لري د هغوی درملو د لګښت تادیې له لارې روغتیايی پاملرنې برابریږي. پردې برسیره، د کورنیو د وسایلو او ښوونځي ته د تګ راتګ لګښتونو لپاره هم هغوی ته ملاتړ برابریږي. داهم شونې ده چې د ودانیزو چارو او یا نوي کولو وسایلو لګښت هم ورکړ شي. AWO دمعاش سبسایدي او د شرکت تاسیس مرسته هم برابروي.

هغه کسان چې کوزوو ته د بیرته ستنیدلو لیوالتیا لري، په آلمان کې د مشورې پایګاو د خدماتو مالومات لاسته راوړای شي. هغوی دا هم کولای شي ترڅو له رضاکارانو ډلو یا دوستانو څخه مالومات لاسته راوړي چې په کوزوو کې د AWO د مشورې یو مرکز شتون لري. په ورته توګه د کوزوو د هیواد وزارت، هغه کسان چې نشي کولای له دولت څخه د مرستې تمه ولري، د AWO دفتر ته ارجاع کوي. پردې برسیره، هغه کسان چې د کوزوو لخوا د AWO دفتر ته راجع کیږي، هغوی هم د اداري چارو لپاره چې په آلمان کې لري ورسره مرسته کیږي، د بیلګې په توګه: د ښوونځي سند او یا د زیږیدنې سند لاسته راوړل.

د AWO دفتر د کوچنیانو او ځوانانو لپاره ډلیز خدمات هم وړاندي کوي. پلي تګ، له ارواپوهانو سره ډلیز فعالیتونه، د سفر زده کړې خدمات، د سکي او آلماني او آبانیايي ژبو کورسونه هم په لیوالتیا سره وړاندي کیږي.

د نورنبرګ AWO د 2007 له جنورۍ په کوزوو کې فعال دی. په 2009 کې خصوصي دفتر په پریستینا کې پرانیستل شو. دا پروژه د فدرال د بهرنیو چارو وزارت او د بایرن آزاد ایالت لخوا ملاتړ کیږي.


اړیکه:
په آلمان کې: میرمن مارتینا زومر (Martina Sommer) (کارپوهه) ټیلفون: +49 911 2741 40 11
په کوزوو کې: ښاغلی نزیر کولگچی (Nezir Kolgeci) ټیلفون: +383 9 227 262