د ARRIVES پروګرام هغه بېرته ستنېدونکي ملاتړ کوي څوک چې په نایجریا کې د سوداګرۍ پېل کولو سره لیوالتیا ولري.
د ARRIVES پروګرام هغه مهاجرین او کډوال ملاتړ کوي څوک چې خپل هېواد **نایجریا **کې د سوداګرۍ پېل کولو سره لیوالتیا ولري. ARRIVES د StartHope@Home- د نوي لیدلورو رامینځته کول پروګرام پربنسټ دی.
د پروګرام مینځپانګېARRIVES تر فرد یا موضوع پورې منحصر (آنلاین) روزنه وړاندې کوي چې د ګډون کونکو د تشبث مهارتونه پیاوړي کوي څو هغوی وکولی شي نایجریا ته تر بېرته ستنېدو وروسته خپله سوداګري\کارولار پیل کړي. پر دې سربېره د مسلکي بېرته ادغام په رڼا کې نورو انفرادي اندېښنو ته هم کتنه کېدی شي. د درې شریک سازمانونو ترمینځ د پراخه فیډبک څخه په مننې، ګډون کوونکي په نایجریا کې د متکي استخدام اړیکو ("په دنده ګومارل") کې د هدف لاندې ځایونو کې هم ملاتړ کېدی شي. بشپړ پروګرام د رواني ټولنیز ملاتړ په واسطه بشپړېږي. له پیل څخه سمدلاسه په نایجریا کې یو داسې روزونکی دخیل کېږي چې د ګډون کوونکو تر بېرته ستنېدو وروسته په نایجریا کې د مشورې او ملاتړ وړاندې کولو ته دوام ورکوي. دا د پولو ورهاخوا طرحه د بېرته ستنېدو او بېرته ادغام ټولې پروسې په اوږدو کې د بېرته ستنېدونکو لپاره پرله پسې ملاتړ ډاډمنوي.
څوک ګډون کولی شي؟
په دې کې هغه مهاجرین او کډوال ګډون کولی شي څوک چې لیواله دي بېرته ستانه شي نایجریا.
زه څنګه په پروګرام کې ګډون کولی شم؟
ستاسې د بېرته ستنېدو مشورې مرکز کولی شي تاسې سره د پروګرام لپاره نوملیکنه کې مرسته وکړي یا تاسې کولی شئ مستقیم زموږ سره د تلېفون یا واټساپ له لارې په +49 1579-234452 اړیکه ونیسئ.
په پروګرام کې ګډون کول وړیا دي او مخکینۍ پوهه یا معلومات درلودل اړین نه دي.
**مهم یاددښت: ** په حضوري بڼه په هامبورګ، کولن، مونیخ او شټاټ ګارټ کې د ټولنیزې اغېزې gGmbH موقعیتونو کې روزنه او لارښوونه ممکن دي. همدارنګه د آنلاین روزنې یا د ټلیفون له لارې هم ګډون په مجازي توګه ترسره کېدی شي.
د هامبورګ سیمه د ټولنیزې اغېزې لابراتوار هامبورګ Pastorenstraße 16-18 20459 Hamburg فراو لورا رینسټورف .تلېفون: +49 1761 - 611 35 35 برېښنالیک: reinstorf@socialimpact.eu
د کولن سیمه سټارټېنګ پلېس In Mediapark 5 50670 Cologne آغلې فیونا ماري هاوېس ټلیفون: +49 1761 - 611 35 49 برېښنالیک: hawes@socialimpact.eu
د شټاټ ګارټ سیمه د ټولنیزې اغېزې لېب شټاټ ګارټ c/o د اغېزې مرکز شټاټ ګارټ Quellenstraße 7a 70376 Stuttgart ښاغلی سټیفن کیلم ټلیفون: +49 176 16 11 35 39 برېښنالیک: kelm@socialimpact.eu
د مونیخ سیمه د ټولنیزې اغېزې لېب مونیخ Lindwurmstrasse 45 80337 Munich ښاغلی سټیفن کیلم ټلیفون: +49 176 16 11 35 39 برېښنالیک: kelm@socialimpact.eu
ګډون په نورو سیمو کې هم ممکن دی. د دې کار لپاره، مهرباني وکړئ د info@arrives.eu سره اړیکه ونیسئ یا زموږ سره د ټلیفون یا واټساپ له لارې په +49 1579-234452 اړیکه ونیسئ.
د نوملیکنې فورمه او د ARRIVES پروګرام په اړه نور معلومات د پروګرام وېب سایټ www.arrives.eu کې موندلی شئ.
دا پروګرام په ګډه د ټولنیزې اغېزې gGmbH، IRARA او د نړیوالې سوداګرۍ مرکز (ITC) لخوا پلي کېږي. دا وړاندیز د 2023 نومبر راهیسې د بېرته ستنېدو د چمتو والي اقداماتو (RkVM) برخه ده. دا پروژه د اروپا اتحادیی د پناه، مهاجرت او ادغام تمویل (AMIF) لخوا تمویل شوې او د مهاجرت او مهاجرینو لپاره د فدرالي دفتر لخوا یې ګډ مالي تمویل کېږي.