MEDA (روغتیایي مرستې)

آیا د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) باید د درخواست کونکو کسانو د روغتیا حالت او/یا د محدودیتونو څخه خبر شي؟

د روغتیا اړوند ټولې ځانګړنې د حمل او باردارۍ په ګډون باید د غوښتنلیک د پرمهال د مهاجرت نړیوال سازمان ته خبر ورکړل شي. چې په دې برخه کې جسمي او همدارنګه رواني اختلالات شامل دي. د مهاجرت نړیوال سازمان د روغتیا د متخصینو په وسله ارزونه کوي چې د آلمان نه وتلو یا د مقصد هیواد کې په ټولنه کې د بیاځل ادغام لپاره باید تر کومه بریده ځانګړي احتیاطي اقدامات وشي.

روغتیایی مورد (د روغتیایی مرستې مورد) څه شی دی؟

هغه درخواست کوونکي چې (رواني او جسمي) روغتیایی (حاد یا مزمن) اختلال لري، باید د روغتیایی مرستې مواردو په توګه د مدیریت لاندې ونیول شي

د روغتیایی مرستې مورد کې کومو اسنادو ته اړتیا ده؟

• د روغتیایی معلوماتو په اړه رضایتلیک (د اجازې فورمه) • په انګلیسي ژبه د ډاکټر مکتوب چې نیټه یې د دوه اونیو نه ډیره مخکینۍ نه وي او د هغې نه لاندې معلومات لاسته راشي: د د ناروغۍ تشخیص/ درملنه وړاندوینه/د درملنې دوام لپاره توصیه د درملو تجویز د موضوعیت درلودو په صورت کې:
• د الوتکې شرکت اړوند روغتیایی معلوماتو فورمه (MEDIF)/روغتیایی مرسته (MEDA) باید د اوه ورځو نه ډیره مخکینۍ نه وي • د الوتنې د وړتیا درلودو تصدیق • د درملو د تجویز برنامه (په هغه صورت کې چې لګښت یې د مهاجرت نړیوال سازمان ورکوي نو نسخه او د لګښت محاسبه) • د ویلچیر معلومات • په رواني ناروغۍ د اخته کیدو په صورت کې: د ملاتړ شوي بیرته ستنیدو په اړه د پریکړه کولو عقلي وړتیا درلودو تصدیق

د مشورې مرکز او یا در خواست لیږدونکی مرکز کومې دندې لري؟

• د ټولو لازمي اسنادو په وخت چمتو کول • په مقصد هیواد کې د کورنۍ سره اړیکه ټینګول • که لازمي وي د روغتیا نهایی معاینې تضمین • د ټولو اسنادو تحویل پشمول د ټاکلي مهلت کې د لګښت بیرته تادیه