د آلمان نه وتل، د مهاجرت ادامه، بیاځل آلمان ته داخلیدل
آیا د آلمان نه د وتلو د آزادانه مهال وېش انتخاب شته؟
د مهاجرت نړیوال سازمان هڅه کوي چې په غوښتنه کې په پام کې نیول شوی د وتلو مودې مطابق پرواز یا الوتنه ترتیب کړي. که څه هم د آلمان څخه د وتلو اصلي ورځ د موجوده الوتنې، هوایی ډګرونو ته د لاسرسي او په سفري اسنادو کې لیکل شوې نیټې پورې اړه لري.
آیا د ځمکې له لارې خروج او وتلو پرمهال د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) تایید پاڼه کې د خروج لیکل شوې نیټه لازمي ده؟
د دې لپاره چې د ځمکې له لارې خروج د مشورې مرکز/د درخواست کوونکي مرکز لخوا ترتیب کیږي نو د مهاجرت نړیوال سازمان په تایید پاڼه کې د وتلو لیکل شوې نیټه لازمي نده. د آلمان څخه وتل یا خروج باید د درې میاشتو په موده کې ترسره شي.
کومو هیوادونو ته د بس یا کوچ له لارې سفر امکان لري؟
دې لاندې هیوادونو ته د کوچ له لارې سفر امکان لري: البانیا، بوسنیا او هرزګوینا، د شمالي مقدونیه جمهوریت، د مولداوي جمهوریت، مونتنیګرو، سربیا او اوکراین. د کوسوو لپاره هیڅ د کوچ خدمات شتون نلري.
آیا د غوښتنې وړاندې کولو او د مهاجرت نړیوال سازمان د تایید ترلاسه کولو نه مخکې د بس د ټیکټ اخېستل ممکن دي.
نه، د ټیکټ پیر یا اخېستل یوازې د مهاجرت نړیوال سازمان د تاییدي ترلاسه کولو نه وروسته مجاز دی.
آیا د REAG/GARP برنامې له لارې د اروپايي اتحادیې کوم بل غړي هیواد ته د آلمان نه خروج امکان لري؟
د آلمان نه د اروپا اتحادیی بل غړي هیواد ته خروج اصولآ هیڅ امکان نلري. که څه هم د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو تابعیت لرونکي هغه افراد چې د انساني قاچاق یا اجباري فحاشۍ قرباني وي ممکن ملاتړ یې وشي.
د مهاجرت د دوام لپاره کوم تکمیلي اسناد لازم دي؟
د مهاجرت د دوام لپاره باید د مهاجرت ویزه یا د اقامت جواز وړاندې شي چې په دریم هیواد کې د اقامت اجازه (لږترلږه د ۱ کال مودې لپاره) ورکوي. سپارښتنه کیږي چې د اقامت امکاناتو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د اړوند هیواد سفارت سره اړیکه ونیول شي. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) یوازې د ویزې/اقامت جواز وړاندې کولو وروسته کولی شي د مهاجرت د دوام مقدمات چمتو کړي، که څه هم دا سازمان د ویزې د غوښتنې پرمهال مرسته نه شي کولای.
آیا د آلمان فدرالي جمهوریت ته په بیا ځلي ورتګ REAG/GARP څخه ترلاسه شوي د ملاتړ مرستې او ګټې باید بیرته تادیه شي؟
اصولآ هو. دا چې آلمان ته د بیا ورتګ او د ثبت په صورت کې د ملاتړ مرستې او ګټې باید بیرته تادیه شي او که نه، دا مسله تر ډېره د بیا ځلي ورتګ پورې اړه لري (د مثال په توګه د کار پیل، کورنۍ سره یوځای کیدل، بیاځل د پناه غوښتنه، په پوهنتون کې د تحصیل اهداف) هغه لاملونه کیدای شي چې ښايي وګړي د دوهم ځل لپاره هوډ وکړي. که چیرته د مهاجر فرد لخوا د ملاتړ مرستې او ګټې په بشپړ ډول بیرته تادیه هم شي خو دوی بیا هم نه شي کولای چې بیا د REAG/GARP برنامې له لارې ملاتړ ترلاسه کړي.