د غوښتنې وړاندې کول

څوک کولی شي د REAG/GARP برنامې چوکاټ کې د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړي؟

د دریم هیواد اتباع چې غواړي بیرته خپل هواد ته ستانه شي، مګر د دې کار لپاره مالي وړتیا نلري، کولی شي د ملاتړ غوښتنه وکړي. د ملاتړ څرنګوالی او پراخوالی په فردي ډول د اړتیا له مخې ټاکل کیږي. د ملاتړ څخه برخمن کیدو لپاره هیڅ ډول قانوني حق نشته.

آیا د زندان نه د REAG/GARP د غوښتنې وړاندې کولو امکان شته؟

نه. هغه افراد چې غواړي بیرته ستانه شي، باید د آزادیدو وروسته د مشورې یوه مرکز ته مراجعه وکړي او هلته د بیرته ستنیدو ملاتړ غوښتنه وړاندې کړي.

آیا فرد باید هرومرو د پناه غوښتنه کړې وي؟

نه. هغه افراد چې د پناه ورکولو غوښتنه (د پناه غوښتنه) یې وړاندې کړي وي مګر تراوسه یې د پناه اخیستنې رسمي غوښتنه وړاندې کړې نه وي، هغه هم کولای شي ملاتړ ترلاسه کړي. علاوه لدې د انساني قاچاق او اجباري فحشا (رنډۍ توب) قربانیان هم د دې برنامې له لارې ملاتړ ترلاسه کولای شي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) کې د غوښتنې ارزونه څومره وخت نیسي؟

د غوښتنې د ارزونې موده د مقصد هیواد په پام کې نیولو سره توپیر کوي، پداسې حال کې چې تل هڅه کیږي چې چارې سمدلاسه او د ځنډ پرته ترسره شي. د ټولو اسنادو او/یا تاییدونو د موجودیت په صورت کې، د مهاجرت نړیوال سازمان کولی شي د آلمان نه خروج یا وتل د څلورو نه تر پنځه کاري ورځو په موده کې ترتیب کړي. مهرباني وکړئ دا هم په یاد ولرئ چې د مقصد هیواد یا روغتیایی مواردو په پام کې نیولو سره د ارزونې موده اوږدیدی شي.

د REAG/GARP غوښتنه باید څوک لاسلیک کړي؟

ټول هغه افراد چې قانوني عمر لري (د 18 کلونو نه ډیر) او نومونه یې په غوښتنه کې لیکل شوي وي، باید د غوښتنې په دریم مخ کې لاسلیک وکړي. علاوه لدې باید د غوښتنې وړاندې کولو نیټه ولیکل شي. د ملتیا د نه لرلو د قانوني عمر څخه کم عمر لرونکي او د 16 کلونو نه ډیر عمر لرونکي افراد باید د قانوني استازي سربیره ټول اسناد لاسلیک کړي.

د هغه غوښتنه کونکو په تړاو چې لیک لوست نشي کولی یا بیسواد دي، کوم اسناد لازمي دي؟

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د درخواست کوونکي مرکز لخوا صادر شوي دې بیان ته اړتیا لري چې له مخې یې جوت شي څو درخواست کوونکی فرد د شفاهي ژباړونکي په موجودیت کې د REAG/GARP غوښتنې د مینځپانګې نه په بشپړ ډول خبر کړی شوی دی. درخواست کوونکی فرد باید د غوښتنې مینځپانګې ته متوجه شوی وي او غوښتنه باید د ارزونې مسؤل په حضور کې د قانوني عمر لرونکي ټولو افرادو لخوا لاسلیک شوی وي (د ضرب درې نښو یا د ګوتې نښو له لارې).

د آنلاین غوښتنلیک مدول (OAM) څه شی دی؟

OAM د غوښتنلیک یوه وسیله ده چې له مخې یې د بیرته ستنیدو مشاورین کولی شي د رجعت ادارو څخه آنلاین د REAG/GARP غوښتنلیکونه ولیږي. همدارنګه OAM د په خپله خوښه بیرته ستنیدو مرکز(ZIRF) معلوماتو ته لاسرسی هم برابروي، دلته مشاورین د ZIRF واردمخه موجود پوښتنو او معلوماتو ډیټابیس ته لاسرسی لري او کولی شي چې نوې پوښتنې وکړي. OAM ته په دوامداره ډول د نورو بڼو وراضافه کولو لپاره وده ورکول کیږي چې د REAG/GARP بیلابیل پروسې ساده او ملاتړ کړي.

څوک OAM کارولی شي؟

OAM د رجعت نهادونو کې په کار بوخت د بیرته ستنیدو مشاورینو لپاره جوړه شوې وسیله ده. د رجعت اداره دا صلاحیت لري چې په خپله خوښه د بیرته ستنیدونکو په استازیتوب د REAG/GARP غوښتنلیکونه وسپاري. نور تفصیلات دلته موندلی شئ.

د بیرته ستنیدو مشاور د OAM له لارې څنګه غوښتنلیکونه سپارلی شي؟

د OAM له لارې د غوښتنلیک سپارلو لپاره، د رجعت یوې ادارې سره په کار بوخت د بیرته ستنیدو مشاورین باید لومړی دلته د "راجستر" تڼۍ په کلیک کولو سره د OAM رسمي حساب جوړ کړي.

د راجستریشن فورمه باید ډاونلوډ شي، ډکه شي، چاپ شي، سکین شي، لاسلیک شي او بیرته د OAM د راجستریشن برخې ته اپلوډ شي.

وروسته لدې چې د رجعت ادارې په شرایطو برابرۍ بیاکتنه وشي، د لنډمهاله پاسورډ او حساب ته د ننوتلو لنک سره د تایید یو بریښنالیک به ولیږل شي. د بیرته ستنیدو راجستر شوی مشاور اوس کولی شي غوښتنلیکونه وسپاري.

زه د بیرته ستنیدو مشاور یم او زه د OAM په اړه پوښتنې لرم. زه چیرته اړوند معلومات موندلی شم؟

د پوښتنو په صورت کې، مهرباني وکړئ زموږ د کاروونکي ملاتړ واحد سره د تلیفون له لارې په +49 30 278 778 78 یا د بریښنالیک له لارې په iomdeoamsupport@iom.int اړیکه ونیسئ. د کاروونکي ملاتړ واحد د دوشنبه نه تر جمعه پورې د سهار 8:00 نه تر د ماښام 5:00 بجو پورې موجود یی. همدارنګه تاسې کولی شئ خپل OAM حساب کې د اړیکې فورمې له لارې هم موږ ته ولیکئ، یا د تفصیلي معلوماتو لپاره دلته د OAM جزوه وګورئ.