په دواطلبانه توګه بېرته ستنېدل او په ټولنه کې د هغوی ادغام مجدد (Assisted Voluntary Return and Reintegration - AVRR) څه شی دی؟

مهاجرین: هغه کسان دي چې پناه غوښتنه یې رد شوې او همدا راز هغه کسان هم پکې شامل دي چې نه شي کولای یا نه غواړي چې په آلمان کې پاتې شي او خپل هېواد بېرته د سنېدو مالي توان هم نه لري. یادو ته د دې امکانات شته چې د سازماني او مالي پلوه ملاتړ ترلاسه کړي. برنامو له لارې چې د فدالي دولت او ایالتونو لخوا تامین شوې ملاتړ کیږي. REAG/GARP 2.0 دواطلبانه ستنېدل د

د افرادو تابعیت، د مقصد هیواد او ټولو مواردو په پام کې نیولو سره د ملاتړ په پروسه کې د ثبت او سفر د لګښت مالي تامین سربیره، د سفر د لګښت مرسته او د اړتیا په صورت کې د آلمان نه د وتلو څخه مخکې لومړنۍ مرسته او همدارنګه د مقصد هیواد کې په ټولنه کې د ادغام مجدد (د StarthilfePlus برنامه) هم شامل کیږي.

په خپله خوښه د تګ او په جبر د ویستلو ترمنځ څه توپیر دی.

ویستل پدې معني دي چې که چیرې د آلمان څخه وتلو ته اړ فرد په هغه مهلت کې چې مخکې ورته اعلان شوی وي، په خپله خوښه او اراده د آلمان خاورې نه ونه وځي، د هغه خپل هیواد کې د مسؤل مرجعې لخوا ستنیږي. دا چاره په هغه صورت کې ممکن ده چې د شخص پناه غوښتنه رد شوې وي یا پناه غوښتونکی یوازې د لنډمهال لپاره ملاتړ ولري او دغه مهلت یې پای ته رسیدلی وي. په خپله خوښه ستنېدل په دې معنا ده چې وګړي غواړي په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستانه شي. په خپله بېرته ستېدونکي د سفر د لګښت او همدا راز په ټولنه د بیا ځلي د ادغام په برخه کې مرستې ترلاسه کولای شي.

په داوطلبانه ډول بیرته ستنیدو ته لیواله مهاجرین له کوم ځای نه معلومات ترلاسه کوي؟

په آلمان کې له 900 نه ډیر د مشورې مرکزونه شته چې هم په داوطلبانه توګه د بیرته ستنیدو د امکاناتو او هم په ټولنه کې د بیاځل ادغام د پروګرامونو په اړه مشورې وړاندې کوي. همدارنګه دا ډیجټل معلوماتي پورټال ReturningfromGermany په نهو بېلابېلو ژبو مهم معلومات لري. د بیرته ستنیدو مشورې ټولو مرکزونو نومونه دلته موجود دي:

د بیرته ستنیدو مشوره کې څه پیښیږي؟

د بیرته ستنیدو مشوره کې مهاجرین کولی شي خپل شخصي وضعیت تشریح کړي او پدې توګه په غیرالزامي ډول د فردي ملاتړ امکاناتو په اړه معلومات لاسته راوړي. د بیرته ستنیدو مشورې وړاندې کونکي د آلمان څخه د وتلو پرمهال د مالي ملاتړ امکاناتو او د مقصد هیواد په ټولنه کې د بیاځل ادغام احتمالي مرستو په اړه معلومات وړاندې کوي. د داوطلبانه بیرته ستنیدو په اړه د پریکړې وروسته غوښتنه باید د بیرته ستنیدو مشوره ورکونکي افرادو سره په هماغه ځای کې تکمیل شي. د بیرته ستنیدو مشوره تل په انفرادي، غیر الزامي او د وار دمخه قضاوت پرته او وړیا توګه وړاندې کیږي. دا مشورې تاسې له آلمان څخه وتلو ته نه مجبوري.

آیا له برنامې څخه د ګټې اخیستنې امکان هم شته؟

نه، په REAG/GARP 2.0 برنامه کې د ګټو ځینې برخې ورکول امکان نلري.

آیا د داوطلبانه بیرته ستنیدو قانوني حق او په ټولنه کې د بیاځل ادغام مرستو نه برخمن کیدل شته؟

نه، په داوطلبانه بیرته ستنیدو کې د ملاتړ څخه برخمن کیدو هیڅ ډول قانوني حق نشته.