د جنګ وروسته مخکښ – "د مهاجرت پر ځای کور

په 2021 کې، د سانټ باربرا بنسټ بیاځل د جګړې نه اغیزمن شوي اصلي هیوادونو ته د آلمان څخه احتمالي بیرته ستنیدونکو لپاره روزنه وړاندې کوي. تمرکز د "جګړې نه پاتې شوي چاودیدونکو توکو خطرونو" باندې دی – د آنلاین متقابل ژوندي پوهاوي روزنې (متمرکز کورس) او د مخامخ روزنې دواړو له لارې.



ډیری افراد اړ دي چې د وسله وال جګړو له امله د خپلو هیوادونو نه وتښتي او نوروډیری خلک اړ دي د وسله واله جګړو څخه وتښتي، خپل کورونه پریږدي او په نورو هیوادونو کې پناه وغواړي. لدغو څخه ځینې ممکن وغواړي بیرته خپل اصلي هیواد ته ستانه شي او بیارغونه کې مرسته وکړي. کور، کلتور او کورنۍ ستر لومړیتوب لري. په هرصورت، د وسله واله جګړو له امله، د هیواد ځینې برخې ممکن د جګړې نه پاتې چاودیدونکو توکو باندې ککړې وي، پداسې حال کې چې نورې برخې یې خوندي ګڼل کیږي. د روزنې موخه د جګړې نه پاتې چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه د خلکو پوهول دي، ترڅو پدې اړه پوهه ولري او هغوی ته د خوندیتوب لومړني معلومات ورکړل شي. ګډون کونکي کولی شي په روزنه کې زده کړې پوهه په خپل اصلي هیواد کې کورنۍ، ملګرو، ګاونډیانو یا پاتې ټولنې ته ولیږدوي او کله چې کور ته ستون شي نو د خپلو ځانونو او نورو خلکو د ژغورلو لپاره یې پخپله په پام کې ونیسي. په روزنه کې ګډون کول د جګړو څخه اغیزمن شوي اصلي هیوادونو څخه د ټولو لیواله اړخونو لپاره پرانیستي دي، مګر په ځانګړې توګه موخه یې احتمالي بیرته ستنیدونکي دي همدارنګه د واضح لیدلوري نه لرونکي لیواله اړخونه څوک چې د جګړې نه اغیزمن شوي اصلي هیواد کې کورنۍ لري. د هیواد پریښودو مکلفیت د دې اقدام په واسطه نه اغیزمن کیږي. د "خطر تعلیم" لپاره آنلاین متقابل ژوندۍ پوهاوي روزنه کې د ګډون کولو لپاره تخنیکي شرایط په معلومات پاڼه کې ورکړل شوي دي. که تاسې کومې پوښتنې یا ستونزې لرئ، نو مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ. په ګډه موږ یو حل پیدا کوو.

مهرباني وکړئ د "خطر پوهاوي" په اړه د ارتباطي ژوندي آنلاین پوهاوي روزنې کورس کې د ګډون لپاره د تخنیکي شرایطو همغږي کولو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ. موږ به په ګډه یوه حللاره پیدا کړو.

مخامخ حضوري روزنه د جوړښت له پلوه بیلګه ای ده. د "جګړې نه پاتې شوي چاودیدونکو توکو خطرونو" په اړه ټاکلې بیلګې سربیره، نورې بیلګې:
"لومړنۍ مرسته"
"بیارغونه" او
"اوبه، روغتیا او نظافت (WaSH)" په آزادانه ډول غوره کیدی شي.

مخامخ حضوري روزنه د نظافت طرحې سره پرمخ وړل کیږي.